د بحرین د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د دوهم ځل له پاره د ګرځنده ټلیفونونو له لاري خلګو ته بېړنی خبرداری ورکړی

د بحرین د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د دوهم ځل له پاره د ګرځنده ټلیفونونو له لاري خلګو ته بېړنی خبرداری ورکړی او له هغوی ئې غوښتي، چي ځانونه نژدې خوندي ځایونو ته ورسوي.
دغه وزارت په خپره کړې خبرتیا کي ویلي، د احتمالي خطر له امله باید ټول اوسېدونکي نژدې خوندي ځای ته ولاړ سي او د خپل خوندیتوب له پاره د رسمي سرچینو له لاري تازه معلومات تعقیب کړي.
د بحرین حکومت تر اوسه د دغه احتمالي ګواښ د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *