د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کي د ط..البانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې د ځواکونو ترمنځ نښته سوې ده

د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کي د ط..البانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې د ځواکونو ترمنځ نښته سوې ده.
د افغانستان د ازادۍ جبهې په یوه اعلامیه کي ویلي، چي نښته د دوشنبې په ورځ سهار شاوخوا یو ساعت دوام کړی او د ط..البانو او د هغوی د بهرنیو ملګرو برید ئې په شا تمبولی دئ.
د يادي جبهې په وینا، ط..البانو د دوی پر پوستو برید کړی وو، خو د ازادۍ جبهې ځواکونو ئې د برید پر وړاندي مقاومت کړی او ط..البان ئې شاتګ ته اړ کړي دي.

دغه جبهه وايي ط..البانو ته په دې نښته کي مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د تلفاتو کره شمېر ئې نه دئ په ډاګه کړی.
ط..البانو تر اوسه د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغه ادعا په اړه څه نه دي ويلي.