د بدخشان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولایت په کشيم ولسوالۍ کي د يوې ښوونځی ودانۍ نامعلومو کسانو سوځولې ده.
نامعلومو کسانو په دغه ولسوالۍ کي د مير فضل الله په نوم ښوونځي سوځولې ده.
د دغه ښوونځي د سوځولو مسئوليت تراوسه پوري چا پر غاړه نه دئ اخيستی.
د يادوني وړ ده چي تراوسه پوري د بدخشان ولايت ط..البانو د دغي پېښي په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.