د بدخشان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په مرکز فيض اباد ښار کي د چهارشنبې په سهار د ط..البانو امنيې قومندانۍ ته نژدې چاودنه سوې.
د سرچينې په وينا په دغه چاودنه کي دوه ملکي کسان ټپيان سوي دي.
سرچينې ويلي چي تر چاودني وروسته ط.. البانو دغه سيمي ته د خلګو پر تګ بنديز لګولی.
تر اوسه د دغي چاودني مسئوليت کومي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستی او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.