د بریتانیا تلګراف ورځپاڼي د ایراني سرچینو له قوله راپور ورکړی

د بریتانیا تلګراف ورځپاڼي د ایراني سرچینو له قوله راپور ورکړی، چي د ایران مشر علي خامنه‌يي د هیواد د امنیتي تیارسۍ کچه لوړه کړې او سپاه پاسداران ته ئې امر کړی، چي له پراخو ولسي اعتراضونو سره جدي چلند وکړي.
د راپور له مخي، په ایران کي اوسنی امنیتي حالت تر هغه هم سخت سوی چي تېر کال د اسرائیلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال موجود و. ویل کېږي چي د احتمالي بهرنیو ګواښونو پر وړاندي د مقابلې له پاره د ایران تر ځمکي لاندي توغندیز تاسیسات هم فعال سوي دي.
په ورته وخت کي، د بشري حقونو یوې ادارې ویلي چي د ایران د امنیتي ځواکونو ځینو غړو د معترضان پر وړاندي د ټکانو له امر څخه انکار کړی دئ. راپورونه ښيي چي سپاه پاسداران د هغو ځواکونو پر ضد اقدام کړی، چي له امرونو ئې سرغړونه کړې او یو شمېر ئې نیول سوي دي.

یو لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي چي خامنه‌يي د ناارامیو د کنټرول له پاره پر عادي پوځ او پولیسو لږ باور لري او زیات تمرکز ئې پر سپاه پاسداران دئ، ځکه د ده په باور په دې ځواک کي د بېلتون یا کمزورۍ خطر کم دئ.
تر دې وړاندي، نیویارک ټایمز هم راپور ورکړی و چي سپاه پاسداران د ایران ښارونو ته د ځای پر ځای کېدو له پاره چمتووالی نیسي، څو د اعتراضونو په ځپلو کي برخه واخلي.
سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کي ویلي چي د انقلاب ساتنه او د ټولنیز امنیت تامین د دې ځواک اساسي او نه ماتېدونکي کرښي دي.

همدارنګه، د ایران پوځ هم اعلان کړی چي د هیواد د ملي ګټو، عامه شتمنیو او مهمو زیربناوو ساتني ته ژمن دئ.