د بریتانیا یوې محکمې په لندن کي پاکستاني الاصله امام عبدالحلیم خان د جنسي تېري او نورو جرمونو په تړاو په عمري بند محکوم

د بریتانیا یوې محکمې په لندن کي پاکستاني الاصله امام عبدالحلیم خان د جنسي تېري او نورو جرمونو په تړاو په عمري بند محکوم کړی دئ.
د محکمې د معلوماتو له مخي، دغه ۵۴ کلن امام د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د خپل مذهبي نفوذ او باور څخه په استفادې پر اوو ښځو او نجونو جنسي تېری کړی.
محکمې ټینګار کړی، چي پر نوموړي د ۲۱ بېلابېلو جرمونو تورونه ثابت سوي دي.