د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کي ویلي، چي د افغانستان د جګړې له پیل څخه ۲۵ کاله د‌ تېرېدو

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کي ویلي، چي د افغانستان د جګړې له پیل څخه ۲۵ کاله د‌ تېرېدو سره سره، د جګړې ډېری افغان قربانیان لا هم د عدالت او تاوان له ترلاسه کولو بې برخي دي.
د دې سازمان په وینا، امریکايي ځواکونو د افغانستان د جګړې پر مهال ځیني ملکي وګړي وژلي او بندیان ئې شکنجه کړي، خو د دغو پېښو د عاملانو د حساب ورکولو له پاره جدي او کافي اقدامات نه دي سوي.
دغه سازمان د ۲۰۱۴ کال په میدان وردګو کي د ۱۸ ملکي وګړو د وژل کېدو پېښي ته هم اشاره کړې او وايي، چي د دې پېښي په ګډون د ورته مواردو عاملان تر اوسه محکمې ته نه دي وړاندي سوي.

د بشري حقونو څار سازمان همداراز د اسټرالیايي او بریټانوي ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو د قضیو د څېړني پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي ئې دي، چي تر اوسه د دغو پېښو هېڅ افغان قرباني ته مناسب تاوان نه دئ ورکړل سوی.