د بغلان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د بغلان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت تاله‌وبرفک ولسوالۍ کي د دوو کورنيو ترمنځ د اوبو پر سر شخړه سوې، چي له امله ئې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي څلور کسان وژل سوي او يو بل ټپي سوی دئ.
ط..البانو ويلي، چي د يادي پېښي په تړاو ئې څېړني پيل کړي دي.