د بغلان ځايي چارواکي وایي، د وروستیو دوو میاشتو پرلهپسې سېلابونو په دې ولایت کي لسګونه زره جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې او د بزګرانو حاصلات ئې له منځه وړي دي.
د چارواکو په وینا، د بارانونو او سېلابونو له امله په ګڼو ولسوالیو کي ځمکي او همدارنګه باغونه سخت اغېزمن سوي دي.
هغوی دغه راز زیاتوي، چي د زیانونو د کچې ارزونه روانه ده او د مرستو د برابرولو له پاره له مرستندویه بنسټونو سره همغږي کېږي.
بلخوا، بزګران شکایت کوي، چي د کال ټول زحمتونه ئې له لاسه وتلي او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د راپورونو له مخي، سېلابونو یوازي کرنیز زیانونه نه دي اړولي؛ بلکي ګڼ استوګنیز کورونه ئې هم ویجاړ کړي، لسګونه کسانو ته ئې مرګژوبله اړولې او د څارویو د تلفاتو سبب هم سوي دي.
زیانمن سوي بزګران له حکومت او نړۍوالو ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.