د بلخ ولايت د ط..البانو د زندانونو د چارو مسئولينو ويلي، چي د دغه ولايت د مرکزي زندان څخه ئې ۱۲۶ بنديان ازاد کړي

د بلخ ولايت د ط..البانو د زندانونو د چارو مسئولينو ويلي، چي د دغه ولايت د مرکزي زندان څخه ئې ۱۲۶ بنديان ازاد کړي.
د هغوی په خبره چي د ۲۵۰ نورو بنديانو د بند په موده کي کموالی راغلی دئ.
په ورته وخت کي د هرات د ط..البانو د زندانونو ادارې هم ويلي، چي د دغه ولايت د مرکزي زندان څخه ئې ۲۸۶ بنديان ازاد کړي، چي ۳۵ تنې په کښي ښځي شاملي دي.

د هغوی په خبره چي دغه زندانيان د ط..البانو د مشر م.لاهب.ت الله د ځانګړي فرمان په اساس ازاد سوي دي.