د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کي نژدې یو میلیون ماشومان په شدیدي خوارځواکۍ اخته دي او که ورته پر وخت روغتیايي او تغذیوي خدمات برابر نه سي، د مړیني له ګواښ سره مخ کېدای سي.
یونیسف په خپل تازه راپور کي ویلي، چي په ټول هیواد کي شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له بېلابېلو کچو خوارځواکۍ سره مخ دي.
د دغه صندوق د معلوماتو له مخي، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د جولای تر پایه شاوخوا ۸ زره ماشومان د شدیدي خوارځواکۍ له امله په روغتیايي مرکزونو کي بستر سوي دي.
یونیسف زیاتوي، د دغو ماشومانو د درملني او د اړتیا وړ تغذیوي مرستو د برابرولو له پاره ۱۸۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا ده.
دغه نړۍوال بنسټ ټینګار کوي چي د خوارځواکۍ له امله د ماشومانو د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي له پاره باید اړیني درملني او تغذیوي مرستي پر وخت ورسېږي.