د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، هیواد ئې له ایران سره د امریکا د یوې ښې هوکړي مخالفت نه کوي؛ خو نوموړي له تهران سره د داسي هوکړي پر عملي کېدو جدي شک څرګند کړی دئ.
نتانیاهو ويلي، له امریکا سره ئې په خبرو کي دا موضوع مطرح کړې چي له ایران سره د هوکړي ترلاسه کول یوه ممکنه لاره ده او اسرائیل د یوې ښې هوکړي پر وړاندي ستونزه نه لري.
هغه زیاته کړه چي د ایران له اوسنیو چارواکو سره د یوې هوکړې په ترلاسه کولو باور نه لري.
نتانیاهو دا څرګندوني له هغه وروسته کړې چي د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي دیپلوماتیکي هوکړي په اړه بحثونه روان دي.