د بلخ څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي هغه پنځه افغان ځوانان چي د ایران پر لور د قاچاقي سفر پر مهال د نیمروز د مارګو دښتي په سخته ګرمي کي ئې ژوند له لاسه ورکړی وو، نن د چمتال ولسوالۍ د قاسمآباد کلي په هدیره کي خاورو ته وسپارل سول.
د سرچینو په وینا، یادو کسانو شاوخوا دوې اوونۍ وړاندي د کار او ښه ژوند په هیله له ۱۴ نورو افغانانو سره ایران ته روان سوي وو، چي د نيمروز په مارګو دښته کي ئې د سختي ګرمۍ او تندي له امله ژوند د لاسه ورکړی وو.
سرچینې زیاتوي، د هغو ۱۴ نورو کسانو د برخلیک په اړه لا هم کره معلومات نسته او د موندلو له پاره ئې پلټني دوام لري.