د بيان د ازادۍ تر عنوان لاندي د افغان خبريالانو د ملاتړ مرکز په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي

د بيان د ازادۍ تر عنوان لاندي د افغان خبريالانو د ملاتړ مرکز په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي افغان خبريالان په افغانستان کي داخل او يو شمېر بهرنيو هيوادونو کي د زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
دغه سازمان ويلي چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم په افغانستان کي د خبريالانو پر کار او فعاليت سانسور زيات سوی، چي له امله ئې يو شمېر خبريالان افغانستان پرېښودلو ته اړ سوي.
د ياد سازمان په وينا چي په ايران، پاکستان او ترکيه کي هم افغان خبريالان د ستونزو سره مخ دي.

دغه سازمان ويلي چي يوازي تېره مياشت لسګونه افغان خبريالان پاکستان او ايران د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته ئې لېږلي دي.
ياد سازمان نيوکه کړې چي د ګاونډيو هيوادونو دغه ډول چلند افغان خبريالانو ژوند ته جدي ګواښ پيښوي.
د بيان د ازادۍ دغه سازمان د بشري حقونو نړۍوالي ورځي په مناسبت ويلي«د مدني ازادیو محدودول، په رسنیو سانسور لګول، د خبریالانو نیول، شکنجه کول، ګواښل او د‌حق غوښتلو ږغ چپول د بشري حقونو د اساسي اصولو سره په ټکر کي دي.»

ياد سازمان د نړۍوالو بشري حقونو د سازمانو، حکومتونو او د رسنيو د بنسټونو څخه غوښتي چي د افغان خبريالانو تر څنګ ودرېږي او د هغوی د امنيت او ساتني له پاره دي ږغ پورته کړي.