د بې سرحده ډاکټرانو نړۍوال سازمان ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج، د ژمي په سړې هوا کي، یو جدي بشري بحران رامنځ ته کړی دئ.
د دې سازمان د معلوماتو له مخي، ډېری ایستل سوي افغان کډوال اوس د لنډمهاله کمپونو په خیمو کي، بېسرپناه ژوند کوي.
دوی ته د روغتیایي خدماتو، پاکو اوبو او خوړو لاسرسی ډېر محدود دئ.
دا سازمان زیاتوي، د هوا سړېدل، په ځانګړي ډول د شپې، د ماشومانو، ښځو او سپینږیرو له پاره د ناروغۍ او مړینې خطر ډېر کړی دئ.
همدارنګه په پاکستان کي د نيول کېدو له بيري ډېری افغانان روغتیايي مرکزونو ته له تګ څخه ډډه کوي، چي دغه کړني هغوی له زياتو ستونزو سره مخ کړي دي.
بې سرحده ډاکټران وايي دا جبري ایستل نه یوازي بې اسنادو کډوال؛ بلکي د تابعیت او ثبت کارت لرونکي افغانان هم متاثر کړي دي. دوی ټینګار کوي، د روغتیايي خدمتونو محدودیتونه، په ځانګړې توګه د ښځو له پاره، د افغان کډوالو وضعیت نور هم خراب کړی دئ.