د بې پولي ډاکټرانو سازمان ويلي، چي د افغانستان په سویل کي د سختي خوارځواکۍ له امله روغتیايي مرکزونو ته د راوړل کېدونکو ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دئ.
د دغه سازمان په وینا، د نړۍوالو مرستو، په ځانګړي ډول د امریکا د مرستو کمېدو، د روغتیايي خدمتونو پر وړاندي ستونزي زیاتي کړي.
د بې پولي ډاکټرانو سازمان دغه راز زياتوي، چي په افغانستان کي پرلهپسې وچکالي او د خوړو کمښت هم د دې بحران د اصلي لاملونو څخه بلل کېږي.
د ياد سازمان چارواکو ويلي، چي ډېری ماشومان په داسي حال کي روغتیايي مرکزونو ته رسېږي چي روغتیايي وضعیت ئې ډېر نازک وي.
دغه سازمان ټينګار کړی، چي د ماشومانو د ژوند ژغورلو له پاره د بېړنۍ درملني او د روغتيايي خدمتونو پیاوړتیا اړینه ده.