د بېپولي ډاکټرانو سازمان وايي، په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کي د سختي خوارځواکۍ له امله د ماشومانو د بستر کېدو شمېر ۲۸ سلنه زیات سوی دئ.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخي د روان کال له جنورۍ تر اګست میاشتي پوري په روغتیايي مرکزونو کي تر اته زره ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له امله بستر سوي دي.
دغه سازمان وايي، بېوزلي او د کافي خوړو نشتوالی د ماشومانو او امیندوارو ښځو د خوارځواکۍ مهم لاملونه دي.