د بې‌ځایه سوو نړۍوال سازمان تازه خبرپاڼه کي له امریکایي چارواکو غوښتنه کړې

د بې‌ځایه سوو نړۍوال سازمان تازه خبرپاڼه کي له امریکایي چارواکو غوښتنه کړې، چي د واشنګټن د برید له امله دي ټول افغان مهاجر نه مجازات کېږي. دغه سازمان دا پېښه غندلې او ټینګار ئې کړی، چي د برید په اړه باید شفاف، خپلواک او عادلانه پلټنه وسي.
د دې بنسټ مشر، محمداشرف حیدري، ویلي چي دا ډول پېښي نه‌ یوازي ژوري انديښنې رامنځ ته کوي، بلکي د ټولني له پاره د بېري لامل هم ګرځي. نوموړي زیاته کړې چي د یو فرد عمل باید د زرګونو بې‌ګناه افغانانو د بدنامۍ سبب نه سي.
دغه سازمان همداراز ټینګار کړی چي له افغان مهاجرو سره باید عادلانه چلند وسي، ځکه دوی هم د جګړو او تاوتریخوالي قربانیان دي.