د تاجکستان خاور خبري آژانس په خپل نشر سوي، راپور کي ويلي

د تاجکستان خاور خبري آژانس په خپل نشر سوي، راپور کي ويلي، چي د تاجکستان سرحدي ځواکونو د افغانستان سره د بدخشان ولايت پر پوله څلور تنه هغه وسله وال په نښه کړي او وژلي دي، چي د افغانستان څخه دغه هيواد ته اوښتي وو.
دغه آژانس دغه راز ويلي چي د تاجکستان سرحدي ځواکونو له يادو کسانو غوښتي، چي تسلیم سي، خو هغوی د امر څخه سرغړونه کړې او په مقاومت کي وژل سوي وو.
په راپور کي ويل سوي، چي له دغه کسانو څخه يو شمېر وسلې او مهمات ئې هم ترلاسه کړي دي.

بايد وويل سي، چي تراوسه پوري ط..البانو د دغي پېښي په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.