د تاجکستان د ملي امنيت کمېټې په خپره کړې خبرپاڼه کي ويلي، چي د تاجکستان سرحدي پوليسو د افغانستان سره پر پوله باندي د پنځو تنو قاچاقبرانو سره نښته کړې، چي پر مهال ئې درې قاچاقبران په نښته کي وژل سوي او دوه ئې بېرته د افغانستان خوا ته تښتېدلي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه وژل شوي کسان اصلي د تخار ولایت اوسېدونکي وو.
د خبرپاڼي په حواله چي د يادو کسانو سره ئې يو ځای وسلې او نشه يي توکي هم نيولي دي.
باید وويل سي، چي ط..البانو تر اوسه پوري د دغه پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.