د کندهار د ط.. البانو د پېښو سره د مبارزې رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د کندهار د ط.. البانو د پېښو سره د مبارزې رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د دامان ولسوالۍ په غيبي کلاچه کي تېره شپه د يو کور خونه نړېدلې ده، چي له امله ئې څلور کسان وژل سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي يو سپين ږيری او درې کوچنيان وژل سوي دي.
په خبرپاڼه کي د دغه کور د نړېدو لامل وروستي بارانونه ياد سوي دي.

بايد وويل سي چي څو ورځي وړاندي هم د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کي په ورته پېښه کي د يوې کورنۍ شپږ کوچنيان وژل سوي وو.