د اسټراليا د بهرنيو چارو د وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د جون مياشتي په وروستۍ نېټه په دغه هيواد کي د افغانستان د سفارت کارونه بندېږي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د ۲۰۲۶ ميلادي کال تر وروستۍ نېټي وروسته به په دغه هيواد کي د افغانستان د سفارت ټول فعاليتونه و درول سي.
د استراليا حکومت ويلي، چي دغه ګام ئې په ډېر پام او تر مشورو وروسته اخيستی دئ او په خبره چي اوسنيو شرايطو ته په کتلو ئې دا پرېکړه کړې ده.
د استراليا دولت ويلي چي ط..البان په رسميت نه پېژني ځکه ئې ورته اقدام کړی دئ.
باید وويل سي، چي تر اوسه پوري ط..البانو د استراليا د حکومت د دغه پرېکړي په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.