د تاجکستان د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ادارې په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د ۲۰۲۵ ميلادي کال په جريان کي د تاجکستان سرحدي ځواکونو د افغانستان سره پر پوله باندي شاوخوا ۱۷ وسله والي نښتي کړي، چي له امله ئې ۱۲ کسان وژل سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه وسله والو نښتو کي لس افغانان او دوه د تاجکستان پوليس وژل سوي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه وسله والي نښتي د افغانستان سره پر پوله باندي د نشه يي توکو د قاچاقبرانو سره سوي دي. د خبرپاڼي په حواله چي د ياد کال په جريان کي ئې ۲۷۴۲ کيلوګرامه نشه يي توکي هم نيولي دي.