د تاجکستان رسنیو راپور ورکړی، چي د دغه هیواد د سغد ولایت له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۲۵۰ افغان کډوال له خپلو کورونو ایستل سوي او نامعلوم ځای ته انتقال سوي دي.
راپورونه وایي، دا اقدام وروسته له هغه ترسره سو، چي په خجند ښار کي یو افغان وګړی د یوې ښځي د وژني په تور ونیول سو.
تر اوسه د ط..البانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځیني ناتائید سوي راپورونه ښيي، چي یاد افغانان بېرته افغانستان ته استول سوي دي.