د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅګزي ویلي

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅګزي ویلي، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالی باید د مذاکراتو او سیمه‌ییزو ناستو له لاري حل سي، نه د پوځي ګواښونو او بریدونو په وسیله.
هغه په یوې تازه مرکه کي د اسلام‌اباد پر هغه تګلارو هم نیوکه کړې، چي د خبرو له ناکامېدو وروسته پوځي اقدامات ترسره کوي.
د نوموړي په وینا، د امنیتي پېښو پړه پر افغانستان اچول د ستونزو حل نه‌سي کېدای.

اڅکزي زیاته کړې، چي پاکستان اوس د جدي کورنیو او بهرنیو ستونزو سره مخ دی او حکومت باید د بیانونو او نيوکو پر ځای د اساسي قانون پر روڼتیا او ګډو پرېکړو تمرکز وکړي.