د اروپا پارلمان غړې هانا نیومن خبرداری ورکړی، چي له اروپايي هیوادونو څخه د افغان کډوالو جبري ایستل به د ط..البانو نفوذ نور هم زیات کړي.
هغې ویلي، هغه افغان ځوانان چي بېرته افغانستان ته ستنېږي، د بېوزلۍ، بېکارۍ او ناامنۍ له امله اړ کېږي، چي د ژوند د اړتیاوو له پاره د ط..البانو تر اغېز لاندي مدرسو او شبکو ته مخه کړي.
د نوموړې په وینا، دا چاره نه یوازي بشري ستونزي ژوروي؛ بلکي ط..البانو ته د خلګو د جذب او خپل نفوذ د پراخولو زمینه هم برابروي.
هانا نیومن ټینګار کړی، چي اروپايي هیوادونه باید د افغان کډوالو د ایستلو پر ځای د هغوی د خوندیتوب او راتلونکي له پاره اغېزمني حللاري ولټوي.