د ترکي رسنیو د راپورونو له مخي دغه تړون د پارلمان له لوري د ۲۷۹ موافقو او ۱۱۹ مخالفو رایو په ترلاسه کولو تصویب سوی دئ.
د یاد تړون له مخي، درې واړه هیوادونه به خپلي پوځي او دفاعي همکارۍ پراخوي او په سیمه کي به د امنیت او ثبات د ټینګښت له پاره د خپلو همکاریو کچه لوړه کړي.
د ترکیې د واکمن ګوند چارواکو ویلي، چي دغه تړون د کوم ځانګړي هیواد پر ضد نه دئ؛ بلکي موخه ئې د احتمالي شخړو مخنیوی او د سیمهییزو ترینګلتیاوو کمول دي.
ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان دغه تړون د روان کال د اګست پر اوومه په مکه ښار کي د یوې درې اړخیزي غونډي پر مهال لاسلیک کړی وو.