د ترکيې پوليسو خبر ورکړی، چي د‌ دغه هيواد په اغدير ولايت کي ئې ۱۱ تنه هغه افغان کډوال نيولي

د ترکيې پوليسو خبر ورکړی، چي د‌ دغه هيواد په اغدير ولايت کي ئې ۱۱ تنه هغه افغان کډوال نيولي، چي دغه هيواد ته په ناقانونه توګه داخل سوي وو.
د پوليسو په وينا چي د دغو افغان کډوالو سره يو ځای ئې پنځه تنه انساني قاچاق کوونکي هم نيولي دي.
هغوی وايي چي دغه افغان کډوال ئې د ځانګړو عملياتو پر مهال نيولي او وروسته ئې د اغدير ولايت د بهرنيو وګړو کمپ ته انتقال کړي، چي تر ارزوني وروسته به ئې بېرته افغانستان ته اخراج کړي.