د ترکيې پوليسو ويلي، چي د استانبول په يوې ښوونځي کي يوې زده کوونکي پر نورو زده کوونکو د چړې برید کړی

د ترکيې پوليسو ويلي، چي د استانبول په يوې ښوونځي کي يوې زده کوونکي پر نورو زده کوونکو د چړې برید کړی.
د پوليسو په وينا چي په دغه بريد کي يوه زده کوونکې وژل سوې او ۷ نور زده کوونکي ټپيان سوي دي.
پوليسو ويلي، چي بريدګره ئې نيولې او تر څېړنو لاندي ده.