د تېرجمهوري نظام پر مهال د اجراييه رياست سلاکار طوفان وزيري د چهارشنبې په ورځ نامعلومو کسانو په کندهار ښار کي سخت وهلی او ټپي کړی دئ.
د طوفان وزيري دوستانو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي نامعلومو کسانو نن سهار د کندهار ښار د يخ کاېز په سيمه کي پر طوفان وزیري بريد کړی، هغه ئې سخت وهلی او تر ټپي کېدو وروسته دغه کسان د سيمي څخه تښتېدلي دي.
د وزيري دوستان وايي چي تر بريد وروسته هغه د عينومينې ۳۵۰ بستريزه روغتون ته د درملني په موخه انتقال سوی او په خبره ئې چي د طوفان وزيري روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دئ.
د دغه بريد انګېزه تر اوسه پوري روښانه نه ده او د کندهار ولايت ط..البانو هم د يادي پېښي په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي طوفان وزيري په ټپي حالت کي په يوه ويډيويي پيغام کي ويلي چي دغه بريدګر د پاکستان د ای اېس ای سره اړيکي لري او په شپږو کسانو ئې وهلی دئ.