د ط..البانو د پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ويلي، چي په تېر يوه کال کي په افغانستان کي د ناچاودو توکو د چاودنو ۱۹۳ پېښي ثبت سوي دي.
د يادي ادارې په وينا چي د دغه ناچاودو توکو د چاودنو له امله په افغانستان کي ۸۶ کسان وژل سوي او ۳۳۳ کسان نور ټپيان سوي دي.
د ط..البانو د پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رئیس محمد یوسف حماد رسنيو ته په لېږل سوې پيغام کي ويلي، چي د يادو پېښو ډېر قربانيان ماشومان دي. د هغه په خبره چي د يادو پېښو ۶۷.۵ سلنه مرګ ژوبله ماشومانو ته اوښتې ده.
د هغه په وینا، دا مهال په افغانستان کي د ماین پاکۍ ۱۵۵ ټیمونه فعالیت لري او تېرکال ئې په دې اړه دوه میلیونه او ۱۲۶ زره کسانو ته عامه پوهای ورکړی دئ
د حماد په وينا چي اوس هم د هيواد په کچه شاوخوا ۱۰۶ زره کیلومتره سیمي په ناچاودو توکو ککړي دي.
بايد وويل سي، چي ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کي افغانستان د ناچاودو توکو د چاودنو د ډېري مرګ ژوبلي له امله د نړۍ دریم هيواد بللی او په خبره ئې چي لا هم په دغه هيواد کي له تېرو جګړو پاته سوي ناچاوده توکي او مهمات د افغانانو ژوند ته سترګواښ دئ.