د راپورونو له مخه سیف‌الاسلام قذافي، د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي زوی، وژل سوی دی

د راپورونو له مخه سیف‌الاسلام قذافي، د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي زوی، وژل سوی دی.
د لیبیا خبري آژانس وايي، د سې شنبې په ورځ (د فبرورۍ درېیمه / د سلواغې ۱۴مه) د سیف‌الاسلام یوه مرستیال اعلان وکړ چي دا ۵۳ کلن کس، چي ډېرو خلګو د خپل پلار احتمالي ځایناستی باله، ژوند له لاسه ورکړی، خو د مرګ څرنګوالی لا روښانه نه دی.
د سیف‌الاسلام وکیل فرانس پرېس ته ویلي چي «څلور کسیزه کمانډوي ډله» د زنتان ښار کي د هغه پر کور برید کړی او هغه ئې وژلی دی، خو دا لا نه ده معلومه چي د دې برید تر شا څوک ولاړ دي.

د سیف‌الاسلام خور، بېله دې چي نور جزیات ورکړي، د لیبیا تلویزیون ته ویلي چي ورور ئې د لیبیا او الجزایر پولې ته نژدې ساه ورکړې ده.
سیف‌الاسلام قذافي کلونه وروسته هم د خپل پلار تر واکمنۍ، د لیبیا تر ټولو با نفوذه او په عین حال کي وېرونکی شخصیت بلل کېدی. معمر قذافي له ۱۹۶۹ کال څخه تر ۲۰۱۱ پوري پر لیبیا واک وچلاوه، تر هغه چي د ولسي پاڅون پر مهال نسکور او ووژل سو.
سیف‌الاسلام قذافي، چي په ۱۹۷۲ کال کي زېږېدلی وو، له ۲۰۰۰ کال څخه د رژیم تر سقوطه پوري، لوېدیځ ته د لیبیا د نژدې کېدو کي مهم رول ولوباوه.

تر هغه وروسته چي پلار ئې نسکور سو، دی د دولت ضد اعتراضاتو په زور ځپلو کي د اصلي رول په تور تورن سو، او شاوخوا شپږ کاله د زنتان ښار د یوه سیال وسلوال ګروپ په زندان کي وساتل سو.
نړیوالې جزايي محکمې غوښتل چي دی د بشریت پر ضد د جنایتونو په تور محاکمه سي، ځکه چي ګومان کېدی په ۲۰۱۱ کال کي د مخالفینو د مظاهرو په ځپلو کي لاس درلود.
په ۲۰۱۵ کال کي، د لیبیا یوې محکمې دی په غیابي ډول محاکمه او د اعدام حکم ئې ورباندي صادر کړ؛ دا پرېکړه هم د اعتراضاتو د ځپلو له قضیې سره تړاو لرل.

سره له دې چي سیف‌الاسلام کوم رسمي دولتي مقام نه درلود، خو د مهمو سیاسي پرېکړو او لویو خبرو اترو په لارښوونه کي ئې رول درلود، چي یوه بېلګه ئې دا وه چي پلار ئې د لیبیا اټومي وسلو پروګرام پرېښود.
د دغو تړونونو له امله پر لیبیا نړیوال بندیزونه ليري سول، او ځینو څارونکو سیف‌الاسلام قذافي یو اصلاح غوښتونکی څېره بلله، چي د بدلېدونکې لیبیا استازیتوب ئې کاوه.
هغه تل ویل چي د پلار واک ته د میراث په توګه رسېدل نه غواړي، او به ئې ویل: «قدرت مزرعه نه ده چي په میراث ورسېږي.»

خو بیا هم، سیف‌الاسلام قذافي په ۲۰۲۱ کال کي اعلان وکړ چي غواړي د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان کاندید کړي ټاکني چي بالاخره ترسره نه سوې.