د جرمني رسنيو په نشر سوو راپورونو کي ويلي

د جرمني رسنيو په نشر سوو راپورونو کي ويلي، چي د جرمني دولت په سختو جرمونو يو تورن افغان د چهارشنبې په ورځ د خپلي خاوري څخه اخراج کړی او په کابل کي ئې ط..البانو ته سپارلی دئ.
د جرمني د رسنيو د راپور له مخي دغه افغان په عادي تجارتي الوتنه کي افغانستان ته لېږل سوی دئ.
د دغه افغان د هويت او جرم په اړه معلومات تر اوسه پوري نه دي نشر سوي.

بايد وويل سي، چي دا د جرمني د خوا د افغان پناه‌غوښتونکو لومړنی انفرادي اخراج دئ، چي د دغه هیواد د حکومت او د ط..البانو ادارې ترمنځ د نوي هوکړي له لاسلیک وروسته عملي کېږي.