د جرمني رسنیو خبر ورکړی، چي د فدرالي منلو د ځانګړي پروګرام له لاري ۴۷ افغان کډوال له پاکستان څخه جرمني ته رسېدلي دي

د جرمني رسنیو خبر ورکړی، چي د فدرالي منلو د ځانګړي پروګرام له لاري ۴۷ افغان کډوال له پاکستان څخه جرمني ته رسېدلي دي.
د معلوماتو له مخي دغه کسان د چهارشنبې په ورځ له اسلام‌اباد څخه برلین ته انتقال سوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چي یاد افغانان د قانوني او اداري مراحلو له بشپړېدو، د اسنادو له ارزوني او د ويزو له ترلاسه کولو وروسته د منلو پروګرام په چوکاټ کي جرمني ته انتقال سوي دي.

بايد وويل سي، چي د جرمني دولت د سلګونو نورو هغه افغانان سره چي په افغانستان کي ژوند په خطر کي دئ د منلو ژمنه کړې، خو انتقال کړي ئې محدود کسان دي، په پاکستان او افغانستان کي بند پاته افغانان د جرمني د حکومت څخه غوښتي چي خپلي ژمني په پوره ډول عملي کړي.