د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د تېري اوونۍ په جريان کي ۳۴ تنه د افغان کډوالو زندانيان د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوالو د يوې ورځي څخه تر دوو مياشتو پوري د پاکستان په زندانونو کي تېر کړي وو.
بايد وويل سي چي په تېره اوونۍ کي ۱۴ تنه افغانان د اذربايجان د زندانونو څخه هم ازاد سوي وو او افغانستان ته راغلي وو.