د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ ويلي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي پرون شاوخوا ۶۷۹ افغان کورنۍ چي ټول ټال ۳ زره او ۶۳۲ کسان کېږي، د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
د ياد وزات په وينا چي ډېری دغه افغان کډوال د تورخم له لاري رااوښتي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي د دې لاري ۶۲۲ کورنۍ افغانستان ته داخلي سوي دي.

د خبرپاڼي په حواله چي د سپین بولدک له لاري ۳۰ کورنۍ، د نیمروز له لاري ۱۶ کورنۍ، د اسلام قلعه له لاري اووه کورنۍ او د هلمند د بهرامچې له لاري څلور کورنۍ افغانستان ته ستنې سوي دي.