د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس له دې مخکي چي سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته په سیمهییز سفر روان سي، ویلي دي چي هیواد ئې چمتو دئ پر ایران فشارونه زیات کړي.
مرتس له برلین څخه تر وتلو مخکي په هوایي ډګر کي خبریالانو ته ويلي، چي د ایران رژیم دي تاوتریخوالی پر خپل ولس ژر تر ژره پای ته ورسوي.
هغه زياتوي، چي ایران باید د خپل اټومي پروګرام، اسرائیلو او خلیجي هیوادونو ته د توغندیو د ویشتلو او د سیمي ثبات پر ضد خپلو اقداماتو ته خاتمه ورکړي.
د جرمني صدراعظم، همداراز، د ایران د سپاه پاسداران د اروپايي اتحادیې په ترهګریزو ډلو کي شاملېدو ته په اشاره ويلي «موږ چمتو یو پر تهران فشارونه نور هم زیات کړو.»