د جرمني په پلازمېنه برلین کي د افغان کډوالو د ایستلو د تګلاري پر وړاندي لاريون سوی

د جرمني په پلازمېنه برلین کي د افغان کډوالو د ایستلو د تګلاري پر وړاندي لاريون سوی دئ.
د پښتون ژغورني غورځنګ د جرمني څانګي غړو په دې لاریون کي له برلین څخه وغوښتل چي د افغان پناه غوښتونکو او کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خپله پرېکړه بیا وارزوي.
د هغوی په خبره د افغانانو د پناه او استوګني دوسیې باید له هري پرېکړي مخکي په جلا توګه وکتل سي او د هغوی د خوندیتوب، بشري حقونو او نړۍوالو اصولو وضعیت دي په پام کي ونیول سي.

دوی د هغو افغانانو د برخلیک په اړه اندېښنه وښودله چي د بېرته ستنېدو په صورت کي له احتمالي ستونزو او خطرونو سره مخ کېدای سي.
دا اعتراض په داسي وخت کي سوی، چي په جرمني کي د کډوالۍ او پناه غوښتني پر تګلارو بحثونه روان دي او د افغان کډوالو د راتلونکي په اړه هم بېلابېل نظرونه مطرح کېږي.