د ط..البانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت د زمري ۲۸ مه په ټول هيواد کي د انګرېزانو څخه د خپلواکۍ د ۱۰۷ مي کليزي په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې.
د زمري ۲۸مه د افغانستان په تاریخ کي د خپلواکۍ له مهمو او ویاړلو ورځو څخه ده؛ هغه ورځ چي افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ له انګرېزانو سره د جګړې او سیاسي هڅو وروسته د هیواد بشپړه خپلواکي بېرته ترلاسه کړه. غازي امان الله خان د خپلواکۍ تر څنګ د هيواد د پرمختګ او اصلاحاتو له پاره هم هڅي وکړې، ځکه ئې نوم د افغانستان په معاصر تاریخ کي په زرينو کرښو ليکل سوی دئ.