د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي، چي د بدخشان ولايت په زيباک ولسوالۍ کي ئې د ط..البانو سره په جګړه کي ۶ ط..البان وژلي او ۸ نور ئې ټپيان کړي دي.
دغي جبهې ويلي، چي دغه ط..البانو ته ئې د يکشنبې په ورځ مرګ ژوبله په مخامخ جګړه کي اړولې ده.
د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي، چي جګړه اوس هم جريان لري او په خبره ئې چي يوشمېر سيمي ئې هم په دغه ولسوالۍ کي د ط..البانو څخه نيولي دي.

تراوسه ط..البانو د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.