د جرمني په ۳۴ ښارونو کي لسګونو زرو کسانو د اقتصادي ستونزو، د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي او اجباري پوځي خدمت پر ضد لاریونونه کړي دي.
لاریونوالو له حکومت څخه غوښتي چي د پوهني او روغتیا برخو ته ډېره بوديجه ځانګړې کړي، اقتصادي مسئولیتونه په عادلانه توګه ووېشي او د اجباري پوځي خدمت له طرحي تېر سي.
د راپورونو له مخي، په فرانکفورت کي لاریونونه له تاوتریخوالي سره مل وو، چي په کښي دوکانونه لوټ سوي او یو شمېر سوداګریزو ځایونو ته هم زیان رسېدلی دئ.
پولیس وايي، په فرانکفورت، مونیخ او برلین کي د لاریونوالو شمېر شاوخوا ۱۸ زره کسانو ته رسېده.