د جرمني پولیسو خبر ورکړی، چي د دغه هيواد په زاکسن ايالت کي يو افغان د خپلي مېرمني د وژني په تور نيول سوی

د جرمني پولیسو خبر ورکړی، چي د دغه هيواد په زاکسن ايالت کي يو افغان د خپلي مېرمني د وژني په تور نيول سوی دئ.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان خپل ۳۸ کلنه پخوانۍ مېرمن وژلې وه او يوه بله ښځه ئې ټپي کړې وه، چي وروسته ياد کس چک جمهوریت ته تښتېدلی و، چي د پوليسو له خوا نيول سوی.
پوليس وايي چي د ياد کس څخه ئې څېړني پيل کړي.