د جنوبي کوریا یوې محکمې د دغه هيواد پخوانی ولسمشر، یون سوک یول، د ۲۰۲۴ کال د نظامي حکومت د اعلان له امله په عمر بند سزا محکوم کړی دئ.
د یونهاپ خبري اژانس راپور ورکړی، چي دا پرېکړه نن پنجشنبه، د سئول په محکمه کي صادره سوې ده او د دغه هيواد پخواني ولسمشر ته ئې د عمر تر پايه پوري د بند سزا ورکړې ده.
محکمې ویلي چي د نظامي حکومت اعلان د بغاوت په معنا و، ځکه پخوانی ولسمشر د پارلمان پر ودانۍ د پوځ د لېږلو له لاري د ملي مجلس فعالیت له منځه وړل غوښتل.
یون سوک یول په ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر په میاشت کي په ناڅاپي تلویزیوني وینا کي نظامي حکومت اعلان کړ، خو د پارلمان غړو د پوځ او پولیسو د خنډونو سره سره ودانۍ ته ننوتل او د هغه پرېکړه ئې رد کړه. څو ساعته وروسته نوموړي خپله پرېکړه بېرته واخیسته، خو دغه پېښه د هغه د ولسمشرۍ له مقام څخه د لیرې کېدو او په پای کي د ټول عمر بند سبب سوه.