د جوزجان د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېرماښام د دغه ولايت په قريش سيمه کي د اندخوی- شبرغان پر لويه لاره يو کوچنی موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ، چي له امله ئې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه ليکي چي په دغه پېښه کي يو کس وژل سوی او شپږ نور ټپيان دي، چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.