د جوزجان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د جوزجان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي نامعلومو وسله والو د دغه ولايت په مرکز شبرغان ښار کي يو ځوان ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي وژل سوی، ځوان غلام حيدر نومېږي او د تېر جمهوري نظام پر مهال د محلي پوليسو غړی و.
د غلام حيدر د وژني علت تر اوسه پوري معلوم نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.