د ط..البانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د ۱۴۰۴ کال په دویم پړاو کي ئې د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو د شاوخوا ۷ زره فارغانو له پاره د فعالیت جواز (اېګزيټ) ازموینه د جمعې په ورځ په کابل پوهنتون کي واخیستل سوه، خو یو ځل بیا انجوني له دې بهیر څخه محرومي پاته سوي دي.
سره له دې چي دغه ازموینه د روغتیايي سکتور له پاره د مسلکي کسانو د ارزوني مهم پړاو بلل کېږي، د انجونو نه ګډون د روغتیايي نظام د راتلونکي په اړه جدي اندېښنې راولاړې کړي دي.
د روغتیا برخو ځیني شنونکي باور لري، چي د ښځینه ډاکټرانو کمښت به په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو پر درملني منفي اغېز وکړي، ځکه په افغانستان کي ګڼي ښځي یوازي د ښځینه ډاکټرانو له خوا درملنه منلای سي.
منتقدین وایي، د انجونو پر زدهکړو او مسلکي فعالیتونو بندیز نه یوازي د بشري حقونو خلاف دئ؛ بلکي د هیواد د عامي روغتیا پر سیستم هم مستقیم فشار زیاتوي.
د دوی په خبره، که دا لړۍ دوام وکړي، افغانستان به د مسلکي روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ سي.