ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د جمعې په ورځ ماپښين مهال د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کي څلورو کسانو پر ميله والو بريد کړی.
د سرچينې په وينا چي دغو وسله والو لومړی خلګ راغونډ کړي وو او وروسته ئې د کلاشنکوف او توپنچې په وسيله وژلي او ټپيان کړي.
سرچينه وايي چي په دغه بريد کي ۱۳ کسان وژل سوي او ډېر نور ټپيان دي؛ خو د ټپيانو کره شمېر تر اوسه پوري څرګند نه دئ او يوازي ئې د اوو تنو روغتيايي حالت نازک ښودل سوی.
تر اوسه د دغه بريد مسئوليت کومي وسله والي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستي.