د خوست ولايت د‌ ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د خوست ولايت د‌ ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په باک ولسوالۍ کي د يو کور خونه نړېدلې ده، چي له امله ئې څلور کسان وژل سوي او يو بل ماشوم ټپي سوی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه پېښه د يکشنبې په ورځ سهار رامنځته سوې وه او ياده مرګ ژوبله ئې اړولې.