ډيپلوماټ ورځپاڼي په یوې نوي مقالې کي ویلي، سره له دې چي د افغانستان د بشري حقونو

ډيپلوماټ ورځپاڼي په یوې نوي مقالې کي ویلي، سره له دې چي د افغانستان د بشري حقونو، امنیتي ستونزو او کورنیو محدودیتونو په اړه ګڼ راپورونه خپاره سوي، نړۍوالي ټولني تر اوسه جدي او اغېزمن اقدام نه دئ کړی.
په مقاله کي ويل سوي، چي په وروستیو کلونو کي ځینو هیوادونو له ط..البانو سره خپلي اړیکي پراخي کړي او د عملي تعامل لاره ئې غوره کړې ده.
ورځپاڼه ليکي، چي په ورته وخت کي د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو د حقونو په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.

په مقاله کي ويل سوي، چي د افغانستان امنیتي وضعیت او د افراطي ډلو د فعالیتونو په اړه راپورونه هم د نړۍوالو د اندېښنو له مهمو موضوعاتو څخه دي.
لیکوال خبرداری ورکوي، چي د افغانستان روان وضعیت ښايي په راتلونکي کي د سیمي او نړۍ پر امنیت پراخي اغېزې ولري.