وال سټریټ ژورنال په یوه تازه راپور کي لیکلي، که څه هم ایران او امریکا د احتمالي هوکړې له پاره پر یوه تفاهم سلا سوي، خو د دې بهیر بریالیتوب لا هم په درو مهمو موضوعاتو پوري تړاو لري.
د راپور له مخي، لومړۍ موضوع د هرمز تنګي پرانیستل دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که هوکړه د جمعې په ورځ رسمي وسي، نو هرمز تنګی به بېرته د بېړیو پر مخ پرانیستل سي.
شنونکي وایي، دا کار به د نفتو او نورو توکو نړۍوالي سوداګرۍ ته مهمه ګټه ورسوي.
دویمه موضوع د ایران پر وړاندي د امریکا سمندري محدودیتونه دي. واشنګټن ویلي چي د تفاهم په چوکاټ کي به دا محدودیتونه لېري کړي، چي له امله ئې پر ایران اقتصادي فشار کمېدای سي او د خبرو دوام ته به زمینه برابره سي.
دریم مهم عامل اسرائیل دئ، راپور وايي، د اسرائیل روان پوځي عملیات او د ایران اندېښنې ښايي د هوکړي پر راتلونکي اغېز وکړي.
د راپور په حواله اوس به معلومه سي چي ایا ټول لوري به د تفاهم د عملي کېدو له پاره لازم ګامونه پورته کوي که نه.